د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، ټوله ورځ کوڅه په کوڅه د څښاک په اوبو پسې ګرځي او له بل کار روزګار وتلي دي. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې تر ځمکې لاندې د اوبو مدیریت ته پاملرنه وکړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي څو په خپل سر ژورې څاه ګانې ووهي. ځکه دغه ډول ژورو څاه ګانو د دوی په کورونو کې کوچنۍ څاه ګانې وچې کړې دي.