د سرپرست حکومت اداري مرستیال په بدخشان کې د «سياحتي جاذبو کنفرانس» کې وويل، چې د واخان له لارې له چين سره دافغانستان نښلولو ته ژمن دي او د دې لارې پر جوړېدو به کار وکړي. نوموړي په دې غونډه کې ويلي، چې د ابرېشم لاره به بيا جوړوي او افغانستان به د واخان له لارې له چين سره ونښلوي. د واخان دهلیز د بدخشان په پامیر غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي. دغه دهلیز د افغانستان او د چین د شینجک یا کاشغر سیمې تر منځ یوازېنۍ نښلېدونکې لار ده. د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د کنفرانس جوړېدو موخه د ګرځندوی صنعت ته پراختيا، نړۍ ته د لرغونو سیمو، او د افغانستان د ښکلاوو پېژندل دي.