افغان حکومت د چین او امریکا ترمنځ د ناندریو د کمېدو غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په سیمه کې د ثبات د ساتلو لپاره مهمه ده چې چین او امریکا خپله ستونزه له سوله ییزو لارو حل کړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي افغانستان په سیمه کې د یوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه د ټایوان پر سر د امریکا او چین اختلافات اندېښمنوونکي بولي او تمه لري چې ناندرۍ تر دې ډېرې پراخې نه شي. هغه همدا راز د چین او نورو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې د ټولې سیمې په ګټه بللې دي او په دې برخه کې یې د ناندریو او کشمکش مخالفت کړی دی.