د ماشومانې د ساتنې ادارې( سیف دې چلډرن) خبر ورکړی، چې د بغلان د وروستیو سېلابونو له امله ۴۰ زره ماشومان بې سرپناه پاتې شوي دي. دې ادارې پرون دوشنبه ناوخته په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې وروستیو سېلابونو په بغلان کې ۱۲ زره کورونه څه ناڅه یا بشپړ وران کړي، چې له امله یې ۸۰ زره خلک اغېزمن شوي. د دې ادارې په خبره، د یادو ۸۰ زره کسانو له ډلې نیمايي ماشومان دي چې کورونه یې ړنګ شوي او د اوسېدو لپاره ځای نه لري. د بغلان ولایت د چارواکو په خبره، په دغه ولایت کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ تنه یې ټپیان کړي. د راپورونو په له مخې، د قربانیانو لویه برخه ښځې او ماشومان دي.