ازبکستان وايي، د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال په وروستیو کې پای ته رسېږي. ټرینډ نیوز خبري آژانس ویلي، چې د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېګ چوريیف د تاشکند د پانګونو په دریمه نړیواله ناسته کې چې پرون یې دویمه او وروستۍ ورځ وه، په دې اړه څرګندونې وکړې. چورییف دا پروژه د ازبکستان لپاره د هند تر سمندر پورې مهمه ترانزیټي لاره وبلله او ویې ویل چې د اورګاډي د دې پټلۍ په بشپړېدو سره به ازبکستان ته د تجارتي مالونو په وړو- راوړو کې له ۳ تر ۵ ورځو پورې د وخت سپما وشي. د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د دې پروژې په اړه تازه څه نه دي ویلي.