یوه پاکستانۍ نظامي چورلکه له شپږو پوځیانو سره یو ځای لادرکه شوې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د کوټې د پوځ مشر هم په دې چورلکه کې و. سرچینې وايي چې دغه چورلکه په بلوچستان کې د سیلاب ځپلو د ژغورلو په موخه روانه شوې وه چې د رادار له پردو لادرکه شوې ده. حکومتي سرچینې وايي د چورلکې په اړه تر دې دمه معلومات نشته خو په اړه یې پراخې او چټکې پلټنې روانې دي. د پاکستان لومړي وزیر دغه پېښه خواشنوونکې بللې ده او زیاتوي چې یادو کسانو د خپلو خلکو د ژغورلو تکل کړی و او دا پېښه خواشنوونکې ده.