په بامیانو ولایت کې ډېرې داسې سیمې شته، چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان او نړۍ ډيری وګړو د لیدلو هیله درلوده، خو په هیواد کې د امنیتي ستونزو له کبله یې نه شوای کولای دغه ځایونه له نږدې وګوري. اوس چې ورته ورتګ اسانه شوی دی، سیلانیان وایي، له دغه تاریخي ځایونه باید په سمه توګه ساتنه وشي، ځکه دا د افغانستان لپاره د یوه کان په څېر ارزښت لري.