د هرات ولایت د موزیم مسوولین وایي، د روان کال په لومړۍ میاشت کې له ۲۵۰۰ زیاتو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دې ولایت له موزیم او آرشیف څخه کتنه کړې. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هرات د موزيم رییس عبدالجبار نورزي په حواله خبر ورکړی، چې سږ کال د دې ولایت موزيم ته د ورتلونکو سيلانيانو په شمېر کې د تير کال په پرتله ۴۰ سلنه زياتوالى راغلى دى. د هرات ملي موزیم او آرشیف، چې د دې ولایت په اختیارالدین کلا کې موقعیت لري پکې له اسلام څخه د مخکې دورو پورې اړوند او د اسلامي او معاصرې دورې نور تاریخي اثار شتون لري.








