طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ژوبل شوي، ۶۰۶ کورونه په بشپړ او نیمهبشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۰۰ څاروي تلف او څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي او ۱۹۵۵ جریبه څخه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه ورښتونه په بادغیس، اروزګان، کندهار، پروان، زابل، هلمند، ننګرهار، خوست، کابل، دایکندي، کونړ، کاپيسا، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، لغمان، لوګر او هرات ولایتونو کې شوي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ویلي، چې د روانې مياشتې له پيل نه تر اوسه پورې ۲۲ زره ۸۵۱ کورنیو ته د ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو په همکارۍ بېړنۍ مرستې وېشل شوې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.








