د سورې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو له برید وروسته رسنیو د ایران له لوري پر اسراییلو د غچ اخیستونکي برید خبرداری ورکړی. دا نه ده په ډاګه چې یاد برید به څه وخت کېږي؛ خو امریکا له اسراییلو د ملاتړ په موخه دوه جنګي بېړۍ اسراییلو ته لېږلي دي. دغه راز هند هم له خپلو وګړو غوښتي، چې ایران او اسراییلو ته له سفر ډډه وکړي. د راپورونو پر اساس ایران به د اسراییلو د پوځي اهدافو د په نښه کولو لپاره له لسګونو بېپیلوټه الوتکو او سلګونه توغندیو څخه کار واخلي.








