امریکا د افغانستان لپاره نوې شارژدافیره ټاکلې ده. په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت اوسني مشر په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې په دې سفارت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی او پر ځای یې مېرمن کرن ډېکر د سفارت شارژدافیره ټاکل شوې ده.
یان مک کاري وایي چې په خپله کاري موده کې يې ډېرې لوړې ژورې لیدلي دي او له افغان لوري سره یې په دوحه کې پر ګڼو مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي ویلي چې د ښوونځيو په مسئله کې خواشینی دی او پر افغان لوري غږ کوي چې له نړیوالو سره د تعامل لپاره باید د هر افغان نظر ته درناوی وکړي او د نړیوالې ټولنې قوانین دې ومني. بلخوا مېرمن کرن ډېکر بیا په افغانستان کې د ديپلوماتیک ماموریت اوږده مخینه لري او په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله هم وه.