د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په هوايي بریدونو کې د روسیې په سویل کې پر ځانګړو ځایونو بریدونه شوي. کیېف ادعا کوي، چې د روستوف سیمې په یوه هوايي اډه کې یې شپږ روسۍ الوتکې له منځه وړې دي. امنیتي سرچینو ویلي، چې اته نورې الوتکې هم سختې زیانمنې شوې او ښايي شل تنه کارکوونکي وژل شوي یا ټپي شوې وي. روسیې تر دې دمه د دغه هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.








