د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یې د ۴.۴ مېلیون ډالرو په ارزښت له ۲۵ روغتونونو سره د دارو درملو د رسولو په برخه کې مرسته کړې ده. دغه سازمان نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه مرستې یې له هغې وروسته د افغانستان له روغتیايي برخې سره کړې چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپلې مرستې د دغه هېواد سره وځنډولې. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د دوی د شویو مرستو پر مټ به د افغانستان روغتیایي سکټور د دې جوګه شي چې ۳.۵ مېلیونه وګړو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي. په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ د دارو درملو کمښت هغه بله ستونزه ده، چې د دغه هېواد خلک ورسره غاړه غړۍ دي.