یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی، چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه بلل شوي چې د پولیو یا ګوزڼ ویروس پکې لا هم ژوندی دی. په راپور کې د هندي ډاکټرانو په قول ویل شوي، چې هند بیا د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې دومره توانېدلی، چې اوس د دې ویروس نښې پکې نشته. که څه هم دا ویروس د پرمختللو هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي، خو ویل کېږي چې افغانستان او پاکستان د اقتصادي کمزورتیا له امله نه دي توانېدلي چې دغه ویروس په بشپړه توګه له منځه یوسي. بلخوا د ا.ا د عامې روغتیا وزیر «قلند عباد» په دې وروستیو کې ویلي چې په تیرو دوو کلونو کې په هیواد کې د پولیو اته مثبتې پیښې ثبت شوې او په وینا یې چې په پام کې ده، په ۲۰۲۴ کې د دې ویروس د لهمنځهوړلو لپاره د واکسین د تطبیق څلور پروګرامونه تطبیق شي.