د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۴ شبکو د بیا رغولو خبر ورکړی دی. دغه شبکې په خرم او سارباغ او فیروز نخچیر ولسوالیو کې و د (ایکو) دفتر په مالي مرسته د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۴ شبکو د بیا رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو شبکو کې د اوبو دوه زېرمې جوړول، د ۲۲۵۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د اوبو ۲۱ نل لیکو نښلول شامل دي. د دغو شبکو په بشپړېدو سره د نوموړو ولسوالیو ۱۱۶۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.