افغان حکومت وايي نړۍ یې د منزوي کولو په لټه کې نه ده. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې نړۍ له افغان حکومت سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او هېڅ لوری ېې منزوي کولو ته زړه نه ښه کوي.
دده په خبره افغانستان ځانګړی موقعیت لري چې هر هېواد پکې خپلې ګټې پالي او په وینا یې دوی دا اجازه هم نه ورکوي چې نړیوال د خپلو ګټو لپاره له افغانستان د سیالۍ میدان جوړ کړي. ستانکزی وايي ا.ا له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د امریکا په ګډون له ټولو اړخونو غواړي چې اړیکې یې پر دوه اړخیز درناوي او دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي.