د هلمند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جنوبي او شمالي ولسوالیو کې د تېر یو کال په جریان کې ۷۰ مخابراتي انتنونه نصب شوي دي. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس امان الله شبیر ویلي، چې د تېر ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د یاد ولایت د جنوبي او شمالي ولسوالیو هغو سېمو کې چې مخکي مخابراتي شبکو فعالیت نه درلود د ۷۰ بېلا بېلو مخابراتي شبکو انتنونه یې نصب کړي دي.








