د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لهخوا په دغه ولایت کې د خرما بڼونو د دودولو لپاره هڅې پیل شوې دي. د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، سږکال یې د دغه ولایت یوشمېر سیمو کې بزګرانو ته پر ۱۰ جریبه ځمکه د خرما ننداریز او ازمایښتي بڼوڼه جوړ کړي، څو نور کروندګر هم د خرما بڼوڼو جوړولو ته وهڅول شي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو همداراز ویلي چې دغه بڼوڼه یې په لښکرګاه، ناوې، نوزاد، موسیکلا او ګرمسېر ولسوالیو کې جوړ کړي دي. د هلمند کرنې ریاست هیلهمندي ښودلې چې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د بزګرو لاسنیوی کوي، څو هغوی د مشروع کرکېلې له لارې خپل حلاله روزي ترلاسه کړي.








