د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ویلي، چې دغه پېښه پرون غرمه د شغنان ولسوالۍ په در مارخت سیمه کې د یوه فلنکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په کې ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی. هغه ویلي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو کسانو غوښتل مرکز فیض آباد ته سفر وکړي.








