د قوشتېپې کانال د پروژې مسوولینو ویلي، چې د دغې پروژې د دویم فاز کارونه په جوزجان او بلخ ولایتونو کې ډېر په چټکۍ سره روان دي او تر دې دمه یې درې سلنه کارونه پر مخ تللي دي. د مالوماتو له مخې د دې پروژې دویم فاز ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د کار سرعت ته په کتو سره داسې ښکاري، چې د دویم فاز کارونه تر ټاکل شوې نېټې وړاندې بشپړ شي. په ورته وخت کې یو شمېر بزګران او د ځمکو خاوندان چې د دغه کانال سره نږدې پر کرکېله بوخت دي، خوښي څرګندوي، چې د دغه کانال تر جوړېدو وروسته به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.








