د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې د افغان کډوال د را ایستلو پرېکړه وکړه او تر دې دمه له ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه را ایستل شوي دي. د پاکستان نوي حکومت هم د افغان کډوالو پر وړاندې د یاد هېواد د لنډمهالي حکومت پالیسۍ ته دوام ورکړی او د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پرېکړه یې کړې ده. د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو به پیل کړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن رضا نقوی په لاهور کې خبریالانو ته ویلي چې په سند او پنجاب ایالتونو کې یې د افغان کډوالو د پېژندلو لړۍ پیل کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخې چې د ۱۴۰۲ د لړم میاشتې له پیل تر دې دمه له ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي.








