د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د نوي ښوونيز کال د پيل کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي چې د ديني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې د ورځني ژوند جدي اړتيا ده او د پرديو له احتیاجه د خلاصون يوازینۍ لاره؛ ټولنه په ديني او عصري علم سمبالول دي. په وینا یې، د ښوونيز بهير د کيفيت ښه کول د پوهنې وزارت لومړيتوب دی او په دې تړاو ګړندۍ هڅې دوام لري. نوموړي وویل، د علم خلاف نه دي ځکه اسلام یې مخالف نه دی.








