د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او واورې د اورېدو اټکل کړی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په لومړۍ به په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غزني، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان او بامیان ولایتونو کې به بارانونه او واورې و اوري.








