د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د شپږمې ناحیې اړوند په ۳م ګذر کې د سړک او په ۱۵م ګذر کې د کوڅې جوړولو دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دې پروژو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مسوولینو وویل چې د ۳م ګذر اړوند د ډبرو سکرو میدان په نوم سیمه کې د ۲ مترو ګلدان په ګډون د ۳۸۲ مترو په اوږدوالي او له ۱۲ څخه تر ۱۴ مترو په سور سړک د ۸.۵ میلیونو افغانیو په لګښت او د ۱۵م ګذر اړوند د قلعه ناظر او لب جر په سیمه کې د ۶۷۹ مترو په اوږدوالي او له ۳.۵ څخه تر ۴ مترو په سور کوڅه د ۴.۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۵ میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول جوړې شوي دي.








