د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له څلورو خصوصي موسسو سره یې د ۳۴۲ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي. د دې تړونونو له مخې، دغه اندازه پیسې د نغدي او غیر نغدي مرستو، د اړمنو کورنیو لپاره د زدهکړو د زمینې برابرولو او په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، کندوز، او بغلان ولایتونو کې د سوداګرۍ د ودې په موخه لګول کیږي.








