د جوزجان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د مېرمنو د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شوی دی. د مالوماتو له مخې په دغه نندارتون کې ۱۰۰ مېرمنو په ۵۰ غرفو کې د ماشومانو د ساتنې انستیتیوت له لوري د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف جوړ شوی دی. په دغه نندارتون کې یو شمېر ګډون والې مېرمنې د دا ډول نندارتونونو جوړل ډیر اړین بولي، دوی وایي دلته له ګډون کولو څخه یې موخه دا ده، چې د خپلو کرنیزو محصولاتو او لاسي صنايعو لپاره ښه بازار پيدا کړي. بلخوا د جوزجان د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰۰ ښځې په کرنه او لاسي صنایعو بوختې دي.








