د هرات د ترافيکو مديريت مسوولین وايي چې د روان کال له پيله تراوسه پورې یې څه باندې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت د ترافيکو مدير غازي ذبيح الله اکبري ویلي، چې همدارنګه د روان کال په ۲ زره ۱۰۰ ترافيکي پېښو کې ١٣٦ تنه مړه او ٧٠٠ نور ټپيان شوي دي. اکبري زیاته کړې چې سږ کال په دغه ولایت کې ترافيکي پېښې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زياتې شوې دي. د نوموړي په خبره، روان کال یې د موټر چلولو ۲۰ زره جواز سیر او ۱۱ زره د موټر چلولو جوازونه هم وېشلي دي. د اکبري په وینا په يو شمېر واټونو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو او د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه ترافيکي څراغونه نصب شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.








