د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ له مشرې اغلې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له رییس لیونارد زولو او مل پلاوي سره کتلي دي. د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې په دغه کتنه کې ویلي چې دغه اداره د افغان کډوالو د ستونزو حل ته ژمنه ده او له افغان کډوالو سره به یې مرستې دوام وکړي. هغې زیاته کړه، چې په راتلونکې اونۍ کې به په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته د خپل راپور په وړاندې کولو سره به افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو را جلبولو هڅه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړیوالو سره شریک کړي. په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له افغانستان سره د یاد سازمان او نورو مرستندویو بنسټونو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه. هغه په ټینګار سره ویلي، چې افغان کډوال د پاکستان په نا امنیو کې هېڅ رول نه لري خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختونو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.








