د سرپل او کندوز ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د وروستیو ورښتونو له امله په دغو دوو ولایتونو کې څه باندې ۸ زره څاروي له منځه تللي دي. دوی وايي چې د دغو دوو ولایتونو په دښتو کې د ګیرپاتې کسانو او څارویو د ژغورلو لپاره د مرستې رسونې بهیر یې پېل کړی او تراوسه یې په سلګونه تنه یې له څارویو سره ژغورلي دي. د سرپل والي وايي چې یوازې د دغه ولایت په ۲ ولسوالیو کې څه باندې ۸ زره څاروي لهمنځه تللي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې یو شمېر کسانو ژوند بایللی او همداراز د زرګونه څارويو پر تلف کېدو سربېره، استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.








