د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله نثار وايي، چې د روان کال له پيله تر دې دمه دغه ولایت ته د روسیې، چین، انګلستان، اسټرالیا، هند، امریکا، ایران، جنوبي کوریا او ځینې نورو بهرنیو هېوادونو ۲۹۳ سيلانيانو سفر کړی او له طبيعي او لرغونو سیمو څخه یې لیدنه کړې ده. د سرپرست حکومت چاوراکي هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ یو اساسي لامل د جګړې له منځه تلل بولي.








