د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري تر راتلونکو دوو میاشتو پورې شاوخوا ۱۶ میلیونه اړمنوافغانانو ته د غذايي موادو مرستې ورسوي. په افغانستان کې د دې پروګرام د عامه اړیکو مسوول فلیپې کروپف پرون ویلي، چې دوی تېره اونۍ یوه نوې مالي مرسته ترلاسه کړه، خو د دې پیسو یوه برخه یې هغو پورونو ته ورکړه چې د تېر کال د فعالیتونو لپاره یې اخیستي وو. هغه زیاته کړه چې ډبلیوایفپي د بودجې د کمښت له کبله تېرکال اړ شو چې لس میلیونه اړو کسانو ته د مرستو د رسولو پروګرام وځنډوي. ملګرو ملتونو مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې له ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.








