د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان دسرپرست حکومت له پلاوي سره یې د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو په اړه یې خبرې کړې دي. د امریکا دبهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون یې پلاوي د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره ناسته کړې ده. سرچینې زیاته کړې، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ او د مالیې وزارت د ترهګرۍ او اقتصادي استخباراتو د برخې مرستیال براین نیلسون له یو شمیر نورو مسوولینو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي سره خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې امریکایي پلاوي افغانستان سره پر بیړنیو بشري مرستو ټینګار وکړ . د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوریو پر دې بحث وکړ، چې د افغانستان د مرکزي بانک له کنګل شویو پیسو څخه درې نیم میلیارده ډالره څه ډول د افغانان د ګټو لپاره وکارول شي. په خبرپاڼه کې راغلي، امریکایي پلاوي ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.