د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې دي، چې ورسره د استخراج ورځنۍ سطحه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده. د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي، چې اوس د ټولو فعالو څاګانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو، چې ورسره ورځنی استخراج هم له ۱۱۰۰ څخه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلی دی. د نوموړي په خبره، چې د روان ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې به ۲۳ نورې نوې څاګانې هم فعالې شي، چې ورسره به د استخراج ورځنۍ سطحه ۳ زره ټنو ته لوړه شي. د یادونې وړ ده، چې امو سیند نفتي حوزه کې دمګړۍ ۱۵۰۰ تنه هېوادوال په کار بوخت، چې نویو څاګانو فعالېدو سره به کاري فرصتونه هم زیات شي.








