د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره، د سویلي کوریا د ۴ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام د اسیا پاسفیک څانګې د سه شنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا پیسې به د افغانستان په هغو سیمو کې د بې وزلۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي، چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. په دې وروستیو کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې او دا مهال له ۲۳ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.








