د ننګرهار ولايت د مخابراتو رییس ذبيح الله ذکي د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې په تېر کال کې يې په ياد ولايت کې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په هدف ۱۸ نوي مخابراتي سايټونه فعال کړي چې تر ډېره ورسره د خلکو ستونزې حل شوې دي. نوموړي ویلي، په ننګرهار کې مخابراتي شرکتونه به له خپلې بودجې ۱۴سايټونه فعال کړي، څو د پوښښ ساحه پراخه او په دې برخه کې د خلکو شته ستونزې حل شي. ذکي همدارنګه زياته کړې، چې تېر يو کال کې ۹ دولتي ادارې او ۲۰ مخابراتي سايټونه له فايبر سره وصل شوي، څو ورسره د انټرنيټي خدماتو کيفيت لوړ شي.








