د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې په ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې وېشل شوې دي. د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دې وروستیو کې یې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د راستانه شویو مستحقو کډوالو یوه شفافه سروې ترسره کړې، چې په دوو پړاوونو کې به په زر کورنیو باندې اته قلمه خوراکي توکي او د پوښاک جامې ووېشل شي، د مسوولینو په خبره په لومړي پړاو کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو مرستې وېشل شوې او په راتلونکې اوونۍ کې به په ۵۰۰ پاتې کورنیو هم ۸قلمه خوراکي ووېشي. په بلخ کې دغه مرستې داسې مهال وېشل کېږي، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د یاد ولایت دکډوالو چارو ریاست لخوا په شاوخوا ۷۰۰ کورنیو باندې د خوراکي توکو او د نغدي پیسو مرستې وېشل شوې وې.








