په ننګرهار کې د نیالګیو روزونکي وایي، چې افغانستان اوس د هر ډول نیالګیو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا دی. ننګرهار چې هوا یې د نورو ولایتونو په پرتله ګرمه ده، پکې د ونو او بوټو کېنولو پروسه پيل شوې او ورځ تر بلې د ونو بوټو د خرڅلاو بازارونه په ښه کېدو دي. جلال اباد ښار کې یو شمېر نیالګي پلرونکي وايي، له ننګرهار سربېره یې بوټي د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. د دوی په خبره اوسمهال دوی د زینتي او غیر زینتي بوټو برخه کې د بهرنیو له احتیاجه خلاص دي او اوس هر ډول نیالګي او ګلان په داخل د افغانستان کې پيدا کېږي. په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، میلیونونه بوټي د دوی لخوا روزل شوي او د یو منظم میکانېزم په اساس یې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د کرلو چارې روانې دي.








