د خوست ولایت د عامې روغتيا رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د توبرکلوز څانګه پرانیستل شوې ده. د یادې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکتر شيراګل ځدران ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ملکي او تخصصي روغتون ته ۳ د مقاوم توبرکلوز د تشخیص (جن اکسپرټ) ماشینونه ورکړل شوي دي. همدا راز په یاد ولایت کې د توبرکلوز برنامې عمومي مسوول ویلي، چې تر دې وړاندې به د توبرکلوز(MDR ) ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو ته تلل خو اوس د نورو اړینو خدماتو ترڅنګ به د دغه ناروغۍ تشخيص او درملنه په یاد مرکز کې په وړيا توګه ترسره کيږي








