په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې د تېرو ۶ میاشتو پر مهال راټول کړل شوي ۴۵ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل له منځه وړل شوي دي. د یاد ولایت د خوړو او درملو رئیس ویلي، چې دغه درمل د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې د ښار له بېلابېلو درملتونونو راټول کړل شوي وو، چې د محکمې او ولایت مقام د پرېکړې پر اساس د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست او ورسره مل پلاوي تر څنګ د ولایت مقام، استخباراتو او عامې روغتیا ریاست مسوولینو په حضور کې له منځه یوړل شول. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د خوړو او درملو ملي ادارې لخوا په ګڼو ولایتونو کې څارنه زیاته شوې، چې په پایله کې یې ډېر بې کیفیته او تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.








