ټرمپ ویلي امریکا په افغانستان کې تسلیم شوه. ټرمپ چې له واکه تر لرې کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته راغلی و، د خپلو ملاتړو په یوه ستره غونډه کې وویل که دی په واک کې وی او سر اعلی قومندان وای هغه څه به په افغانستان او اوکراین کې نه وی پېښ شوي چې د بایډن حکومت ترسره کړل. دده په وینا امریکا اوس هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی.
ټرمپ وايي امریکا په افغانستان کې سلګونه وژل شوي سرتېري، د پنځه اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات او سلګونه امریکايي وګړي تر شا پرېښودل او امریکایان هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی. هغه همدا راز وویل امریکا په اوکراین کې تسلیم شوه او اجازه یې ورکړه چې زرګونه کسان ووژل شي او د اوکراین خاوره د روسي ځواکونو له لوري و نیول شي. هغه د بایډن پر پالیسیو پراخې نیوکې کړې او ادعا کوي چې په لومړي دور ټاکنو کې بریالی و.