د ګڼو هېوادونو استازو په تاشکند کې له افغان لوري سره کتلي دي. نړیوالې رسنۍ وايي د تاشکند کنفرانس د افغان لوري په ګټه وو او دا واک ته تر رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې افغان پلاوی په دومره لوی کنفرانس کې ګډون کوي.
د سرچینې په خبره په دې کنفرانس کې د شاوخوا دېرشو هېوادونو او ګڼو نړیوالو بنسټونو استازو له افغان لوري سره وکتل او د مرستو ژمنه یې ورسره وکړه. د تاشکند کنفرانس پرون پای ته ورسېد او په هغه کې افغان لوري یو ځل بیا پر امریکا او نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له افغانستان سره د اقتصادي ودې په برخه کې همکاري وکړي. ګڼو هېوادونو د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده او امریکا هم په دې کنفرانس کې وویل چې له افغانستان سره به د مرستو بهیر کې خنډ او ځنډ نه راځي.