د افغانستان بې ثباتي ټولې سیمې ته ګواښونه جوړولی شي. سوټ چینا پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې د افغانستان اوسني وضعیت او راتلونکو پایلو ته کتنه کړې ده. دغه ورځپاڼه وایي افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستې او بشپړ تعامل ته اړتیا لري او که په دې برخه کې خنډ رامنځته کېږي نو په افغانستان کې د بې ثباتۍ سبب ګرځي چې دا بې ثباتي یوازې افغانستان ته نه بلکې د ټولې سیمې لپاره خطرناکه ده.
ورځپاڼه د نشه یی توکو کاروبار، ترهګرو ډلو او نورو ستونزو ته اشاره کړې چې که نړیواله ټولنه له افغانستان سره تعامل نه کوي ددې هر څه د پیاوړي کېدو او پراختیا خطر شته دی. دغه ورځپاڼې زیاته کړې چې افغانستان دمګړی له خورا ناوړه اقتصادي وضعیت تېرېږي او لامل یې هم کلونه جګړې او وچکالي ده نو ځکه ددې اړتیا ده چې مرستې ورسره ډېرې شي.