د امریکا اصلي سیاست باید د ایراني حکومت ړنګول وي. د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، بایډن ایران ته ډېر فرصتونه ورکړل چې له همدې امله اټومي مذاکرات هم بې پایلې دي. جان بولټن وایي دی له ایران سره پایلې ته د رسېدلو مخالف دی او په خبره یې د امریکايي حکومت اصلي سیاست باید دا وي چې د ایران اوسنی حکومت چپه کړي. هغه زیاته کړې چې د ایراني رژیم چارواکو نه یوازې سیمې ته ګواښونه جوړ کړي بلکې خپل وګړي یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي. هغه زیاته کړې چې پر ایران باید د اقتصادي فشارونو تر څنګ نظامي فشارونه هم پيل شي.