امریکایي استازي په تاشکند کې د افغانستان په اړه کنفرانس کې ګډون کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د امریکا دوه ځانګړي استازي ټام وېسټ او رینا امیري په تاشکند کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي.
امریکا وایي دوی به په دې کنفرانس کې ټینګار وکړي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او نړیواله ټولنه له داسې یوه افغانستان ته سره تعامل ته ادامه ورکوي چې هلته یو ټول شموله حکومت جوړ شوی وي او د ټولو وګړو حقونه پکې رعایت شي. امریکا همدا راز وایي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنه هم کوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې د دوی د پلاوي ځینې غړي به له افغان لوري سره پر مالي خنډونو او ستونزو هم خبرې وکړي.