امریکا کې په ټاکنیزو ناندریو کې د داخلي جنګ د پېښدو امکان شته دی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي چې په امریکا کې د راتلونکو ټاکنو لپاره سیالي خورا سخته شوې ده او سیال ګوندونه پر یو بل سخت تورونه لګوي.
ورځپاڼه لیکي چې د ناندریو او نیوکو نوې بڼه اندېښمنوونکې ده او ددې احتمال شته چې په امریکا کې په داخلي جنګ واوړي. د مطلب لیکونکی وايي جمهوري غوښتونکی ګوند خپل سیال ګوند دیموکراتان بهرنیو ته په جاسوسۍ او د بهرنیانو په خدمت تورونوي او وایي چې دوی د امریکایانو لپاره نه بلکې د بهرنیانو لپاره کار کوي او امریکا یې کمزورې کړې ده.