کمزوري اقتصادي وضعیت افغان ماشومان کار کولو ته اړ کړي دي. نړیوالې رسنۍ وایي په وروستیو کې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی شوی دی چې له امله یې ماشومان او تنکي ځوانان شاقه کارونو ته اړ شوي دي.
دوی وایي چې همدا اوس سلګونه زره ماشومان له کابل نیولې بیا تر مزار، هرات، ننګرهار او کندهار کې پر لارو او سړکونو کارونه کوي او هڅه کوي بیګا کور ته ډوډۍ یوسي. سرچینې وایي چې په ننګرهار کې لا هم سلګونه ماشومان د خښتو په بټیو کې کار کوي چې خورا ورته سخت دی. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بللی و او له نړیوالې ټولنې یې په دې برخه کې د پراخو مرستو غوښتنه کړې وه.