روسیې په افغانستان او عراق کې د امریکا له تېروتنو زده کړو ونه کړه. لا فېیر نشریه په یوه تحلیل کې لیکي چې امریکا د اوږدو کلونو لپاره په افغانستان کې وه، ټولې نړۍ یې د تېروتنو او ستونزو ننداره کوله، له افغان جګړې امریکا ډېر درسونه واخیستل خو روسیې د درس اخیستلو کوښښ و نه کړ.
دغه نشریه لیکي له همدې امله روسیه هم په اوکراین کې ښکېله شوه او ټولې هغه تېروتنې یې تکرار کړې چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د ماتې سبب شوې. سرچینه لیکي امریکا په افغانستان کې په خپل ماموریت کې داسې تېروتنې درلودې چې له یوې خوا یې د امریکايي وګړو میلیاردونه ډالر مالیات پکې ولګول له بلې خوا یې د میلیونونه افغانانو پر ژوند منفي اغېز وکړ خو په پای کې هم بریالي نه شول چې دلته حضور ولري او خپلو موخو ته ورسېږي.