ددې وخت دی چې افغانستان پر پاکستان خپله تکیه کمه کړي. دې پرېنټ نشریې په یوه مقاله کې ویلي چې پاکستان په خورا ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی او افغانستان ته هېڅ راز ګټه نه شي رسولی، خو برعکس سترګې یې د افغان شتمنۍ په لوټ کې خښې کړې دي.
نشریه وایي پاکستان د افغانستان له طبیعي منابعو د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار اخلي او افغان لوري ته په کار ده چې په دې مسئله کې هوښیارانه چلند وکړي او پر پاکستان تکیه کمه کړي. دغه نشریې ویلي چې پاکستان ورځ په ورځ د سقوط کندې ته لوېږي نو دا وضعیت ارو مرو پر افغانستان تاثیر کوي له همدې امله اوسنیو چارواکو ته د پاکستان په تړاو پوره ځيرکتیا په کار ده.