امریکا وایي د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی تمه لري چې د افغانانو حقونو ته بشپړ درناوی وشي خو ددغه حقونو د خوندي کولو لپاره امریکا له نوي حکومت سره هېڅ راز معامله نه کوي. نوموړي ویلي د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د خپلو وګړو حقونو ته درناوی وکړي او په دې تړاو خپلې کړې ژمنې ترسره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې له افغان لوري سره یې په دوحه کې پر بېلو مسایلو خبرې روانې دي او تمه لري چې پایلې یې مثبتې وي. هغه یو ځل بیا له افغان حکومت وغوښتل چې ښوونځي پرانیزي او د زده کړو حق ټولو افغانانو ته ورکړي.