د کابل په کمپنۍ سیمه کې د غربي زون لپاره د ښاروالۍ په زړو کدامونو سیمه کې د تازه میوو او سبزیو د ساتنې لوی مارکیټ جوړیږي. هغه سوداګر چې د ښاروالۍ څخه یې دا ځای په قرار داد نیولی دی وايي، چې دوی غواړي دلته د ۱۷ میلیونه امریکایي ډالرو پر ارزښت یو معیاري د سبزيو مارکیټ جوړ کړي او دغه راز په عصري ډول سره د دغه سبزیو د ساتنې لپاره سړې خونې هم جوړې کړي.